د هریوا دارالفنون په هرات ولایت کې د هنر او کلتور بیا راژوندي کولو مرکز

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۵:۴۱
cgfds

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: چې د هریوا دارالفنون د هرات په اختیارالدین تاریخي کلا کې د کلتور او هنر د ساتنې او ترویج په برخه کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کوي.
د ګرځندوی آمر مولوي رحمت‌ الله محمدي وویل: دغه مرکز په وروستیو کلونو کې د هنر مینه ‌والو لپاره یو د هنر له اصلي ځایونو څخه ګرځېدلی دی، چې هنرمندان يې په ځانګړي ډول په دودیزو هنرونو لکه خطاطۍ، تسبيح جوړولو، نقرې جوړولو، غالۍ اوبدلو، ابریشم‌ کاري، د لرګیو حکاکي، میناتوري، هراتۍ شیشه جوړونه او ځینې نورو صنایعو باندې تمرکز کوي، نوموړي زیاته کړه؛ په دغه مرکز کې دولس خونې په وړیا ډول د هنرمندانو په واک کې ورکړل شوې دي.
د تسبيح جوړولو یو هنرمند استاد عبدالواحد عرب وايي: د هریوا دارالفنون دا فرصت راکړ، چې خپل هنر ښکاره کړم او د ګرځندویانو پام ځان ته راواړوم.
د يادونې وړ ده، چې اختیارالدین کلا خپله د هرات د تاریخي آبداتو له جملې يو له مهمو ځایونو څخه شمېرل کېږي، چې د هریوا دارالفنون په شتون سره نه یوازې د ګرځندویانو لپاره یو ځانګړی ځای بلکې د هرات خلکو لپاره د کلتوري هویت د پیاوړتیا یو مرکز ګرځېدلی دی.

۱۴۴۶/۷/۲۴ ق
۱۴۰۳/۱۱/۶ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د ښوونیز مرکز زده کوونکو ته د فکري رغښت یو ورځنی سمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت اړوند ښوونیز مرکز کې څه باندې اتیا تنو زده کوونکو او ځوانانو ته د فکري رغښت تر عنوان لاندې يو ورځنی سمينار جوړ شو.
ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۴۵
Background image

۹۷ قلمه لرغوني آثار ملي موزیم ته انتقال شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رياست له لوري ۹۷ قلمه بېلابېل لرغوني آثار ملي موزيم ته انتقال شول.
د لرغون پېژندنې ریاست مسؤلین وايي: ۹۷ قلمه لرغوني آثار، چې د لوګر د مس‌عینک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

تالقان ښار کې د خصوصي خپرندویانو او فوتوکاپي مرکزونو نظارت وشو

د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت د لارښوونې په اساس د تالقان ښار له خصوصي خپرندويانو او فوتوکاپي مرکزونو څخه د ممنوعه نشراتو. . .

BACK TO NEWS