محمد طاهر زهير: د رسنيو ظهور، وده او غوړېدا له پخوا سره د توپير ښکارندویي کوي
د خامه پرس خبري اژانس لسمه کالیزه په کابل سرينا هوټل کې ونمانځل شوه.
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، لومړى د خامه پرس مسوولې مديرې فاطمې هاشم خبرې وکړې او وېې ويل چې په اوسنيو شرايطو کې د همکارانو اوهم مسلکانو په ملاتړ لس کاله اطلاع رسونه ګڼ روایتونه لري.
هغې زياته کړه : د خامه پرس همکاران په دې موده کې بريالى شوي دي چې د سياسي، ټولنيزو، اقتصادي اوفرهنګي پېښو بې پرې روايتونه په خبري ډول ټولنې ته وړاندې کړي؛ دا هغه بريالتيوب دى چې د رسنیو په ټولو کارکوونکو پورې اړه لري.
هغې زياته کړه: د زياتې خوشحالۍ ځاى دى چې نن د هېواد د مطبوعاتو په کورنى کې خامه پرس د يوې مهمې رسنۍ په توګه مطرح دی.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير د خامه پرس رسنۍ د لسمې کالیزې په مناسبت د مبارکۍ ترڅنګ وويل: په هېواد کې د مطبوعاتو د فعاليت له پيل يعني د امير شيرعلي خان له وخت څخه او د شمس النهار د فعاليت له پيل څخه يوسلو پنځوس او يا هم زيات کلونه تېريږي، د تجدد او نوپالنې له وخت څخه تر اوسه پورې د هېواد د مطبوعاتو په تاريخ کې زياتې لوړې ژورې رامنځته شوي دي .
محمد طاهر زهير زياته کړه: بې سارې توپير چې موږ هغه د مطبوعاتوپه برخه کې له پخوا څخه تراوسه پورې ګورو، د رسنيو ظهور، وده او غوړېدا ده.
هغه زياته کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې څه د پاسه ٣٥٠٠ تصويري، صوتي، کيبلي رسنۍ او ويبلاګونه او همدارنګه نورې ډول ډول رسنۍ ثبت او راجستر دي چې د يو شمېر دغو رسنيوعمر لنډ و او له پيداېښت وروسته له منځه تللي دي او يو شمېر نورې ودې او پراختيا ته رسيدلې دي.
خامه پرس د هغو رسنيو له جملې څخه ده چې په هېواد کې د جګړې د دوام له امله له رامنځ ته شویو ستونزو سره سره، بريالۍ شوې ده چې وده وکړي اولس کلنه شي.
محمد طاهر زهير د رسنيو دريو ځانګړتياوو ته اشاره وکړه او ويې ويل: رسنۍ کولاى شي يو معيار وي ،رسنۍ کولاى شي يوه ستن وي او رسنۍ کولاى شي د دموکراسۍ په ټولنه کې يو رکن وي؛ خو کومه رسنۍ؟ هغه رسنۍ چې د خپل مسلکي فعاليت په اوږدوکې هېڅکله مسلکي تيروتنه و نه کړى .
هغه زياته کړه: د رسنۍ يوه بله ځانګړتيا د هغې پرتلیزه څيړنه ده. رسنۍ باید تل د خپل ځان او نورو د سياسي ،ټولنيز او اقتصادي حالت په اړه پرتلیزه څېړنه ولري.
د محمد طاهر زهير د څرګندونو له مخې؛ پرتلیزه څيړنه رسنۍ ته یو جلا او ځانګړی برداشت او درک ورکوي.
هغه ګاونډيو هېوادونو ته په اشارې سره وويل: يو توپير چې په ګاونډيو هېوادونوکې شتون نه لري اوزموږ په هېواد کې ورته لږه پاملرنه شوې ده، هغه د ورځپاڼې د لوستلو فرهنګ دى .
هغه زياته کړه: که چېرې زموږ په هېواد کې د ورځپاڼې لوستلو فرهنګ بنسټيز شي عامه پوهاوي ښه او زياتيږي.
په پاي کې محمد طاهر زهير وويل: که چېرې وغواړو په خپل هېواد کې جګړه تاوتريخوالی او وحشت پاى ته ورسوو او د سبا لپاره روښانه لاره پرانيزو؛ نو يوازې د معياري او مسلکي مطبوعاتو د ودې له دريڅې څخه دغه لاره پرانیستلې شو او بس.
په دې غونډه کې فرخندې زهرا نادري هم د مسلکي او حرفوي مطبوعاتو پر اړتيا ټينګار وکړ او وېې ويل: مسلکي والى انډول ته اړتيا لري چې بايد رسنۍ د انډول له په پام کې نيولو سره فعاليت وکړي .
دا چې خامه پرس بریالۍ شوېده د خپل فعاليت په لسو کلونو کې د مخاطب د لرلو له پلوه لومړى مقام ونيسي دليل يې د هغه مسلکي چلند دي .
دغه راز د خبريالانو د مصوونيت کميټې رييس نجيب شريفي د رسنيو د فعاليتونو په باب خبرې وکړې او وېې ويل: له ستونزو سره سره موږ بريالي شو د رسنيو يا په هېواد کې د مطبوعاتو فعاليت په نوي فصل کې د ګاونډيو هېوادونو په نسبت ښه وځليږو او ښه ځاى ومومو چې دا د وياړ ځاى دى خو بايد کوښښ وکړو چې مسلکي او معياري عمل وکړو او بايد هلې ځلې وکړو چې د توان تر بریده له پېښو سره برسېرن چلند ونه کړو او د هغو ژورو ته لاړشوو.
کابل / دلړم ٨مه /باختر
