محمد طاهر زهير: د رسنيو ظهور، وده او غوړېدا له پخوا سره د توپير ښکارندویي کوي

Anonymous (not verified)
Thu, Oct 29 2020 11:21 AM
محمد طاهر زهير: د رسنيو ظهور، وده او غوړېدا له پخوا سره د توپير ښکارندویي کوي

د خامه پرس خبري اژانس لسمه کالیزه په کابل سرينا هوټل کې ونمانځل شوه.
د باختر اژانس د خبرله مخې؛  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه،  لومړى د خامه پرس مسوولې مديرې  فاطمې هاشم خبرې وکړې او وېې ويل چې په اوسنيو شرايطو کې د همکارانو اوهم مسلکانو په ملاتړ لس کاله اطلاع رسونه ګڼ روایتونه لري.
هغې زياته کړه : د خامه پرس همکاران  په دې موده کې بريالى شوي دي چې  د سياسي،  ټولنيزو، اقتصادي اوفرهنګي پېښو بې پرې روايتونه په خبري ډول ټولنې ته وړاندې کړي؛ دا هغه بريالتيوب دى چې د رسنیو په ټولو کارکوونکو پورې  اړه لري.
هغې زياته کړه: د زياتې خوشحالۍ ځاى دى چې نن د هېواد د مطبوعاتو په کورنى کې خامه پرس د يوې مهمې رسنۍ په توګه مطرح دی.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير د خامه پرس رسنۍ  د لسمې کالیزې په مناسبت د مبارکۍ ترڅنګ وويل: په هېواد کې د مطبوعاتو د فعاليت له پيل يعني د امير شيرعلي خان له وخت څخه او د شمس النهار د فعاليت له پيل څخه  يوسلو پنځوس او يا هم زيات کلونه تېريږي، د تجدد او نوپالنې له وخت څخه تر اوسه پورې  د هېواد د مطبوعاتو په تاريخ کې زياتې لوړې ژورې  رامنځته شوي دي .
محمد طاهر زهير زياته کړه: بې سارې توپير چې موږ هغه  د مطبوعاتوپه برخه کې له پخوا څخه تراوسه پورې ګورو، د رسنيو ظهور، وده او غوړېدا ده.
هغه زياته کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې څه د پاسه ٣٥٠٠ تصويري،  صوتي، کيبلي رسنۍ او ويبلاګونه  او همدارنګه نورې ډول ډول   رسنۍ ثبت او راجستر دي چې د يو شمېر دغو رسنيوعمر لنډ و او له پيداېښت وروسته له منځه تللي دي او يو شمېر نورې ودې او پراختيا ته رسيدلې دي.
خامه پرس د هغو رسنيو له جملې څخه ده چې په هېواد کې د جګړې د دوام له امله له  رامنځ ته شویو ستونزو سره سره، بريالۍ شوې ده چې وده وکړي اولس کلنه شي.
محمد طاهر زهير د رسنيو دريو ځانګړتياوو ته اشاره وکړه او ويې ويل: رسنۍ  کولاى شي يو معيار وي ،رسنۍ کولاى شي يوه ستن وي او رسنۍ کولاى شي د دموکراسۍ په ټولنه کې يو رکن وي؛ خو کومه رسنۍ؟ هغه رسنۍ چې د خپل مسلکي فعاليت په اوږدوکې هېڅکله مسلکي تيروتنه و نه کړى .
هغه زياته کړه: د رسنۍ يوه بله ځانګړتيا د هغې پرتلیزه څيړنه ده. رسنۍ باید تل د خپل ځان او نورو د سياسي ،ټولنيز او اقتصادي حالت په اړه پرتلیزه څېړنه ولري.
د محمد طاهر زهير د څرګندونو له مخې؛ پرتلیزه څيړنه رسنۍ ته یو جلا او ځانګړی برداشت او درک ورکوي.
هغه ګاونډيو هېوادونو ته په اشارې سره وويل: يو توپير چې په ګاونډيو هېوادونوکې شتون نه لري  اوزموږ په هېواد کې ورته لږه پاملرنه شوې ده، هغه  د ورځپاڼې د لوستلو فرهنګ دى .
هغه زياته کړه: که چېرې زموږ په هېواد کې د ورځپاڼې لوستلو فرهنګ  بنسټيز شي عامه پوهاوي ښه او زياتيږي.
په پاي کې محمد طاهر زهير وويل: که چېرې وغواړو په خپل هېواد کې  جګړه تاوتريخوالی او وحشت پاى ته ورسوو او د سبا لپاره روښانه لاره پرانيزو؛ نو يوازې د  معياري او مسلکي  مطبوعاتو د ودې له دريڅې څخه دغه لاره پرانیستلې شو او بس.
په دې غونډه کې  فرخندې زهرا نادري هم د مسلکي او حرفوي مطبوعاتو پر اړتيا ټينګار وکړ او وېې ويل: مسلکي والى انډول ته اړتيا لري چې بايد رسنۍ  د انډول له په پام کې نيولو سره فعاليت وکړي .
دا چې خامه پرس  بریالۍ شوېده  د خپل فعاليت په لسو کلونو کې د مخاطب د لرلو له پلوه لومړى مقام ونيسي دليل يې د هغه مسلکي چلند دي .
دغه راز د خبريالانو  د مصوونيت کميټې رييس نجيب شريفي د رسنيو د فعاليتونو په باب خبرې وکړې او وېې ويل: له ستونزو سره سره  موږ بريالي  شو د رسنيو  يا په هېواد کې د مطبوعاتو فعاليت په نوي  فصل کې د ګاونډيو هېوادونو په نسبت ښه وځليږو او ښه ځاى ومومو چې دا د وياړ ځاى دى  خو بايد کوښښ وکړو چې  مسلکي او معياري عمل وکړو او بايد هلې ځلې وکړو چې د توان تر بریده له پېښو سره برسېرن چلند ونه کړو او د هغو ژورو ته لاړشوو.
کابل / دلړم ٨مه /باختر

تازه ترین اخبار

Sat, Oct 24 2026 3:30 PM
Background image

Awareness Seminar on Decree No. 17 Held for Students in Nimroz

The Provincial Department of Information and Culture in Nimroz held an awareness seminar for students at its educational centre on Decree No. 17, issued by the leadership (may Allah. . .

Sat, Oct 24 2026 3:04 PM
Background image

Kunduz Seminar Highlights Youth Responsibilities in Strengthening the Islamic System and Developing the Country

The Ministry of Information and Culture’s Directorate of Youth Affairs, in cooperation with the Provincial Department of Information and Culture in Kunduz, held a seminar titled “Youth. . .

Sat, Oct 24 2026 2:27 PM
Background image

Three-Day Capacity-Building Seminar for Provincial Information Officials and Journalists Opens in Kabul

on Tuesday, 12 Jumada al-Awwal 1448 AH a three-day capacity-building seminar for provincial information officials, managers of periodicals and Bakhtar News Agency, and journalists from. . .

BACK TO NEWS