د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او يوناما ترمنځ د فرهنګي همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير نن د يوناما دفتر د قانون د واکمنۍ له رييسې سره په کتنه کې، د فرهنګي همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ. د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د غړیو د ټاکنې د کاري لارو چارو په اړوند چې د جمهور رييس د لارښوونې پر بنسټ، د قانون په رڼا کې او د غوراوي کمېټې تر پام لاندې ترسره کېږي، خبرې وشوې. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د درېيو غړیو د ټاکنې په بهير کې چې د آزادې سيالۍ له لارې ترسره کېږي؛ د شفافيت د تامينولو په اړه معلومات ورکړل. دغه راز په کتنه کې د فرهنګي همکاريو او دوه اړخيزو فرهنګي پروګرامونو د ترسره کولو او پياوړتيا په اړوند هم خبرې وشوې او د يوناما لوري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او يوناما ترمنځ د فرهنګي اړيکو پراختيا ته د ياد بنسټ د پاملرنې ډاډ ورکړ.
کابل / د لړم ۷ مه / باختر
