افغانستان د روسیې او سیمې سره د کلتوري اړیکو د لا ټینګښت ملاتړ کوي

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۱:۱۰
Sdgyuk

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د روسیې فدراتیف د چچن جمهوریت له پلاوي سره چې، د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ مشر ښاغلي جمبولات عمروف او د روسیې فدراتیف د قومونو شورا معاون کابل ته د کلتوري مسائلو پر سر د خبرو او د افغانستان تاریخي او کلتوري ځایونو د لیدنې په موخه راغلي چې، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یې لیدنه وکړه.

په پیل کې ښاغلي عمروف د افغانستان له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او د افغانستان او چچن جمهوریت ترمنځ د کلتوري اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ؛ همدارنګه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او کلتوري مشترکاتو په اړه خبرې وکړې او دا یې د اړیکو د ټينګښت او پراختیا په برخه کې مهم وګڼل.

ورپسې د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق‌الله عزیزي په خپلو خبرو کې د چچن جمهوریت ملت او خلک د افغانانو وروڼه وبلل او د افغانستان او روسیې فدراتیف ترمنځ د تیموریانو له دورې راهیسې اړیکو ته د اشاري تر څنګ زیاته کړه، چې د افغانستان په اقتصاد او زیربناوو کې د روسیې فدراتیف رول مهم دی.

په پای کې ښاغلي عزیزي وویل: دوی خوښ دي چې د داسې یو علمي او کلتوري پلاوي هرکلی کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو د ټینګېدو او پراختیا لامل ګرځي.

 

۱۴۴۶/۷/۵ه‍ ق

۱۴۰۳/۱۰/۱۷ ه‍ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۲۰:۲۷
Background image

ملا خیرالله خیرخواه: تاریخي آثار د ملتونو ګډ میراث دی

چهارشنبه(۸ د رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د اروپايي اتحادیې له نوې شارژدافیرې میرمن بوسکوویچ پوهار ویرانیکا او ورسره پلاوي سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۲۰:۲۳
Background image

د جهادي ارزښتونو ساتنې لوی ریاست رئيس او مل پلاوي د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وکتل

چهارشنبه ( ۷ د رجب المرجب ۱۴۴۶)  د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د جهادي ارزښتونو ساتنې عمومي رئيس مولوي ذبیح الله نوراني او مل پلاوي د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئیس قاري احسان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۲۰:۲۲
Background image

په نورستان کې له رضاکارو ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سميع الحق حق بیان په مشرۍ او د ځوانانو چارو آمریت له لوري له يو شمېر رضاکارو ځوانانو سره مشورتي ناسته وشوه، چې د ټولو ولسوالیو استازو پکې. . .

BACK TO NEWS