د جهادي ارزښتونو ساتنې لوی ریاست رئيس او مل پلاوي د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وکتل

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۲۰:۲۳
ertyui

چهارشنبه ( ۷ د رجب المرجب ۱۴۴۶)  د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د جهادي ارزښتونو ساتنې عمومي رئيس مولوي ذبیح الله نوراني او مل پلاوي د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور له رئیس قاري احسان الله ساجد سره وکتل.
د دغه کتنې په پیل کې د جهادي ارزښتونو ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح الله نوراني؛ د ننګرهار ولایت د تېر شل کلن اشغال پرمهال د مجاهدينو په قربانیو، سرښندنو او د جهادي آثارو په ښې ساتنې رڼا واچوله او وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د ياد رياست رامنځته کولو موخه دا ده، چې د تېر شل کلن اشغال پرمهال د مجاهدينو د قربانیو او سرښندنو ساتنه وشي او د تاريخ په کتابونو کې ثبت شي.
همدا راز نوموړي زیاته کړه: تاسې کوښښ وکړئ چې په ولايت کې له اړوند ادارو سره په همغږۍ د تېر شل کلن جهاد ټول آثار او د شهیدانو سوانح راټول کړئ، همدارنګه د اشغالګرو آثار او ټول ارزښتونه خوندي او راتلونکي نسلونو ته ورسوئ.
په پای کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري احسان الله ساجد، په ټولو چارو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. 

۱۴۰۳/۱۰/۱۹ه‍‌ ل
۲۰۲۵/۱/۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS