کندهار کې له لیکوالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه
د کندهار ولايت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د دې ولايت له ټولو ليکوالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
د همږغۍ دې غونډه کې د کندهار والي حاجي ملا صاحب، د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام اللّه سمنګاني، د کندهار د علماوو شورا غړي شيخ محمد عمر خطابي، ليکوال او شاعر استاد نجيب الله هوتکي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند دفتر د ټولنیزو رسنیو مسؤل شمس اللّه صمیم او د ملي راډیو تلویزیون د آمر مولوي رفیع اللّه احسان تر څنګ د کندهار ټولو لیکوالانو او يو شمېر دیني عالمانو ګډون کړی وو.
د کندهار والي حاجي ملا صاحب ليکوالانو ته په خپله وينا کې وویل: د هیواد د آزادۍ او د اسلامي نظام د حاکمیت په هدف قربانيو کې ټولو برخه اخیستې ده، هر تن په قلم، مال، اولاد او ژبې سره جهاد کړی دی، چې اوس يي ساتنه د ټولو مسؤلیت دی.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي سمنګاني د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د دې غونډې څخه یې موخه دا ده، چي د فرهنګ او ادب د ترویج په برخه کې د لیکوالانو له مشورو څخه استفاده وشي، کندهار نه یوازې د حکومتولۍ په برخه کې تاریخي مخینه لري، بلکې د ادب په برخه کي هم اوږده مخینه لري.
همدا راز لیکوالانو په خپلو خبرو کې وويل: په پښتو ژبه کې په دیني، ساینسي او ټکنالوژۍ برخه کې د معلوماتو خلا شته، چې دا خلا څیړونکي او لیکوالان پوره کولای شي، دوی غوښتنه وکړه، چې له لیکوالانو سره دې د مرستې یو صندوق جوړ شي، ترڅو د لیکوالانو د کتابونو د چاپ په برخه کي مرسته وکړي او هم دې د هغو قربانیو په اړه لیکنې وشي، چي په مټ یې اسلامي نظام حاکم شوی دی.
دوې ټینګار وکړ، تر څو د متحد لیکدود د رامنځته کولو تر څنګ د مطالعې د ترویج په موخه د کتابونو نندارتونونه جوړ شي او هم دې ليکوالان د خپلو لیکنو پر مهال دیني او مذهبي ارزښتونه په نظر کې ونیسي او داسې لیکنې دې نه کوي، چې هغه د دیني او مذهبي ارزښتونو سره په ټکر کې وي.
د یادونې وړ ده، چي د لیکوالانو د همږغۍ په دې ناسته کې د لیکوالانو، عالمانو او څیړونکو له لوري په دې ولایت کې د فرهنګ او ادب د ترویج په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ته بېلابېلې مشورې ورکړل شوې.
د غونډي په وروستيو کې لیکوالانو ته د ستاینلیکونو ترڅنګ بېلابېلې جایزې هم ورکړل شوې.
۱۴۴۶/۶/۲۴ ھـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۶ ھـ ل
