کندهار کې له لیکوالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
Fri, Dec 27 2024 11:23 AM
qwsdfg

د کندهار ولايت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د دې ولايت له ټولو ليکوالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
د همږغۍ دې غونډه کې د کندهار والي حاجي ملا صاحب، د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام اللّه سمنګاني، د کندهار د علماوو شورا غړي شيخ محمد عمر خطابي، ليکوال او شاعر استاد نجيب الله هوتکي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند دفتر د ټولنیزو رسنیو مسؤل شمس اللّه صمیم او د ملي راډیو تلویزیون د آمر مولوي رفیع اللّه احسان تر څنګ د کندهار ټولو لیکوالانو او يو شمېر دیني عالمانو ګډون کړی وو.
د کندهار والي حاجي ملا صاحب ليکوالانو ته په خپله وينا کې وویل: د هیواد د آزادۍ او د اسلامي نظام د حاکمیت په هدف قربانيو کې ټولو برخه اخیستې ده، هر  تن په قلم، مال، اولاد او ژبې سره جهاد کړی دی، چې اوس يي ساتنه د ټولو مسؤلیت دی.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي سمنګاني د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د دې غونډې څخه یې موخه دا ده، چي د فرهنګ او ادب د ترویج په برخه کې د لیکوالانو له مشورو څخه استفاده وشي، کندهار نه یوازې د حکومتولۍ په برخه کې تاریخي مخینه لري، بلکې د ادب په برخه کي هم اوږده مخینه لري.
همدا راز لیکوالانو په خپلو خبرو کې وويل: په پښتو ژبه کې په دیني، ساینسي او ټکنالوژۍ برخه کې د معلوماتو خلا شته، چې دا خلا څیړونکي او لیکوالان پوره کولای شي، دوی غوښتنه وکړه، چې له لیکوالانو سره دې د مرستې یو صندوق جوړ شي، ترڅو د لیکوالانو د کتابونو د چاپ په برخه کي مرسته وکړي او هم دې د هغو قربانیو په اړه  لیکنې وشي، چي په مټ یې اسلامي نظام حاکم شوی دی.
دوې ټینګار وکړ، تر څو د متحد لیکدود د رامنځته کولو تر څنګ  د مطالعې د ترویج په موخه د کتابونو نندارتونونه جوړ شي او هم دې ليکوالان د خپلو لیکنو پر مهال دیني او مذهبي ارزښتونه په نظر کې ونیسي او داسې لیکنې دې نه کوي، چې هغه د دیني او مذهبي ارزښتونو سره په ټکر کې وي.
د یادونې وړ ده، چي د لیکوالانو د همږغۍ په دې ناسته کې د لیکوالانو، عالمانو او څیړونکو له لوري په دې ولایت کې د فرهنګ او ادب د ترویج په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ته بېلابېلې مشورې ورکړل شوې.
د غونډي په وروستيو کې لیکوالانو ته د ستاینلیکونو ترڅنګ بېلابېلې جایزې هم ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۶/۲۴ ھـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۶ ھـ ل

تازه ترین اخبار

Sat, Oct 17 2026 2:19 PM
Background image

Ministry of Information and Culture Holds Youth Seminar in Samangan

The Ministry of Information and Culture’s Director of Youth Affairs held a seminar titled “The Role of Youth in Strengthening the Islamic System” for around 200 young people during an. . .

Sat, Oct 17 2026 1:09 PM
Background image

Public Awareness Meeting Held in Balkh on Decree No. 17 and Drug Prevention

The Balkh Provincial Department of Information and Culture, in cooperation with the Alborz Scientific and Cultural Organization, held a large public gathering in Mazar-i-Sharif to. . .

Sat, Oct 17 2026 11:10 AM
Background image

Bakhtar News Agency head Visits Temporary Camp for Returnees in Kabul

Mawlawi Ehsanullah Hassan, head of Bakhtar News Agency and head of the Refugee Public Awareness Committee, and Mawlawi Shamsullah Zubair, head of the Kabul Provincial Department of. . .

BACK TO NEWS