د ځوانانو له وړيا ښوونیز مرکز څخه ۴۰ تنه فارغ شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۵:۶
asdfb

د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت اړوند وړيا ښوونيز مرکز څخه ۴۰ تنه ځوانان د کمپيوټر برخه کې له درې مياشتنیو زده کړو وروسته فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي فارغ شويو زده کوونکو ته مبارکي وویله او زياته يې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د روزنې په موخه دغه تعلیمي مرکز جوړ کړی، چې د کمپیوتر، انګلیسي ژبې او خطاطۍ برخو کې په وړیا ډول پکښې ځوانان روزل کېږي، د لغمان ځوانان باید له فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او دغه تعلیمي مرکز کې دې زده کړې ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده، چې فارغ شوي ځوانانو ته د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري بري ليکونه هم ووېشل شول.

۱۴۴۶/۶/۸ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۲۰ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۴
Background image

کندوز کې د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د کاپي رايټ (د چاپ حق) د خونديتوب په موخه ځانګړې ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۲۴مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل. . .

BACK TO NEWS