په یمګان ولسوالۍ کې د حکیم ناصر خسرو د تاریخي مقبرې معیاري ترمیم او بیارغونه بشپړه شوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۴:۳۳
شسشی

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي چې د یمګان ولسوالۍ په حضرت سید سیمه کې د حکیم ناصر خسرو تاریخي مقبره د لومړي ځل لپاره په معیاري ډول ترمیم او بیا ورغول شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس انجینر ذبیح الله امیري وویل: د ناصر خسرو مقبره د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د ویجاړېدو په حال کې وه، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ او د آغا خان فرهنګي بنسټ د مالي او تخنیکي ملاتړ په واسطه د څلورو میاشتو په موده کې په معیاري ډول ورغول شوه.
هغه زیاته کړه؛ د ناصر خسرو مقبرې ترڅنګ، په یمګان ولسوالۍ کې د "ملا برات تاریخي مدرسه" هم د یاد بنسټ په مرسته رغول شوې ده.
د بدخشان ولایت فرهنګیان حکیم ناصر خسرو د سلجوقي دورې نامتو شاعر او لیکوال بولي، چې مقبره یې د ۹۰۰ کلونو تاریخچه لري او د افغانستان له مهمو تاریخي میراثونو څخه شمېرل کېږي.

۱۴۴۶/۶/۵ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱۷ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۳۱
Background image

تخار کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تلقان ښار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو، فرهنګیانو، استادانو، زدکړیالانو، ځوانانو او د کتاب مینه‌والو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۲۸
Background image

پروان کې لسګونو ځوانانو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کانکور پروسې په اړه د ځوانانو د پوهاوي په موخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور لسګونو تنو برخه اخیستونکو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو.
مسوولینو د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره د الف نړیوالې مؤسسې استازو کارلوس ادواردو او الکساندر فایبیګ او د آغاخان مؤسسې د فرهنګی برخې مسؤل انجینر میوندی وکتل.
د لیدنې په پیل. . .

BACK TO NEWS