لوګر کې یوې نوې راډیو په فعالیت پیل وکړ

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۲:۵۲
asdfg

په لوګر کې یوې نوې خصوصي راډیو په داسې حال کې خپرونې په رسمي توګه پیل کړې، چې ترڅنګ یې ۶ نورې دولتي او خصوصي راډیوګانې هم فعالیت کوي.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د باختر اطلاعاتی اژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم او یو شمېر خبریالانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل؛ د لري پرتو سیمو اوسیدونکو لپاره راډیو یوازينۍ رسنۍ ده، چې خلکو ته اطلاع رسونه کې مهم رول لوبوي، نوموړي د دې راډیو له مسؤولینو غوښتنه وکړه، چې د اسلامي نظام د پالیسۍ مطابق نشرات وکړي. 
د باختر اطلاعاتی اژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل وویل: اسلامي امارت د رسنیو پوره ملاتړی او همکار دی، ښاغلي حقمل له رسنیو غوښتنه وکړه، چې د شریعت په چوکاټ کې او دغه راز د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم خپل رسنیز کارونه په ډاډه ډول مخته یوسي.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل: ډیر د خوښۍ ځای دی، چې نن یو وار بیا په دې ولایت کې د یوې نوې راډیو د پرانیستې شاهدان یو، نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت له راتګ سره د رسنیو وضعیت ښه شوی، تر اوسه په دې ولایت کې د رسنیو او ولایتي ادارې ترمنځ هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د رسنیو د ملاتړ په برخه کې به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونشي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په لوګر کې د ملي راډیو سربېره ۵ خصوصي راډیوګانې فعالیت کوي او ترڅنګ يې د باختر اطلاعاتي آژانس، د اطلاعاتو او کلتور ریاست میاشتنۍ جریده او د لوړو زده کړو موسسې عینک په نوم مجله هم چاپیږي.

۱۴۴۶/۶/۵ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱۷ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS