فاریاب کې د ځوانانو له روزنیز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۶:۰
...

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند د وړیا روزنیز مرکز څخه ۳۷۰ تنه ځوانان د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. يادو فارغانو د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، وېب ډیزاین، محاسبې او پروګرام جوړونې په برخو کې خپلې زده کړې بشپړې کړې.

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس‌الدین محمدي فارغانو ته مبارکي وویله او د ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ لپاره یې د اکټید مؤسسې څخه مننه وکړه، نوموړي له فارغانو وغوښتل، چې خپلې زده کړې د ټولنې د خدمت او پرمختګ په ګټه وکاروي.

همدارنګه، د دغه ریاست د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالمبین فصیح په خپلو خبرو کې وویل: چې اوس وخت رارسېدلی چې د خپلو زده کړو مهارتونه د ځان پرمختګ او ټولنې ودې لپاره وکاروي.

په پای کې فارغانو د وړیا زده کړو د زمینې برابرولو لپاره د اطلاعاتو او کلتور ریاست او اکټید مؤسسې څخه مننه وکړه.

۱۴۴۶/۶/۱ هـ ق

۱۴۰۳/۹/۱۳هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د ښوونیز مرکز زده کوونکو ته د فکري رغښت یو ورځنی سمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت اړوند ښوونیز مرکز کې څه باندې اتیا تنو زده کوونکو او ځوانانو ته د فکري رغښت تر عنوان لاندې يو ورځنی سمينار جوړ شو.
ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۴۵
Background image

۹۷ قلمه لرغوني آثار ملي موزیم ته انتقال شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رياست له لوري ۹۷ قلمه بېلابېل لرغوني آثار ملي موزيم ته انتقال شول.
د لرغون پېژندنې ریاست مسؤلین وايي: ۹۷ قلمه لرغوني آثار، چې د لوګر د مس‌عینک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

تالقان ښار کې د خصوصي خپرندویانو او فوتوکاپي مرکزونو نظارت وشو

د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت د لارښوونې په اساس د تالقان ښار له خصوصي خپرندويانو او فوتوکاپي مرکزونو څخه د ممنوعه نشراتو. . .

BACK TO NEWS