د مطبعو، خپرندویانو اتحادیو، کتاب او کاغذ پلورونکو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې غونډه وشوه

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۸:۵۵
...

یکشنبه (۲۹ جمادي‌الاول ۱۴۴۶)  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بیهقي کتابونو د خپرونو ریاست په دفتر کې د مطبعو، خپرندویانو اتحادیو، کتاب او کاغذ پلورونکو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې غونډه د دې ریاست د رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتي‌زاده په مشرۍ د کمېټې د غړو په ګډون د دوی د ستونزو او ننګونو د حل لپاره وشوه.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه؛ وروسته د کمېټې غړو د خپلو ستونزو او ننګونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د بیهقي کتابونو د خپرونو رئیس دوی ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

د غونډې په پای کې د خپرندویانو او کتاب پلورونکو ستونزو او وړاندیزونو په اړه  پرېکړه وشوه، چې ( د خپرندویانو، کتاب پلورونکو او مطبعو لپاره د ځانګړي مارکېټ او فرهنګي بازار رامنځته کول، د خپرندویانو او شخصي کتاب پلورونکو لپاره ځانګړې مالي تخفیف، د کاغذ، خامو موادو، د قرآن کریم او کتابونو د چاپ لپاره د ګمرکي محصولاتو معافیت او تخفیف، د امارتي ادارو په ځانګړې توګه د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو اړتیا وړ کتابونو د کورنیو خپرندویانو او مطبعو څخه اخېستل، د ځانګړو دیپارتمنتونو (صحافت، ډیزاین، مینیاتوري، د کتابونو چاپ لپاره تخنیکي برق) جوړول) د لوړو زده‌کړو بنسټونو لخوا د ریاست الوزراء منظورۍ ته واستول شي. غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

۱۴۰۳/۹/۱۱ ه‍ ق

۲۰۲۴/۱۲/۱ زېږدیز

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۹:۵۵
Background image

د بیګم راډیو نشرات وځنډول شوه

نن سه شنبه( ۵ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پریکړي په اساس د بیګم په نوم یوه راډیو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه یې نشراتي جواز درلود، د متعددو سرغړونو تر څنګ يې په بهر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۵:۳۲
Background image

فارياب کې د سيرت النبي ﷺ سيالۍ پايلې اعلان شوې

شد فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د البرز علمي او کلتوري ادارې په همکارۍ د سيرت النبي ﷺ سيالي ترسره کړې وه، چې پايلې يې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې او غوره ګډونوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۲۲
Background image

بغلان کې د ځوانانو د همږغۍ او فکري روزنې په موخه غونډه ترسره شوه

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د رضاکاره ځوانانو د همږغۍ، علمي او فکري روزنې په موخه غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور. . .

BACK TO NEWS