سرپل کې د (افغانستان خزانه) تر نامه لاندې نندارتون جوړ شو
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کتاب لوستلو کلتور د عامولو او د دې ولایت د بډایه تاریخ او کلتور د پېژندنې په موخه د (افغانستان خزانه) تر نامه لاندې نندارتون جوړ کړ.
په نندارتون کې د بېلابېلو موضوعاتو لسګونه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي وو، چې موخه یې ځوان نسل مطالعې او د علم تر لاسه کولو ته هڅول وو.
یاد کتابونه چې تاریخي، ادبي، علمي او فرهنګي موضوعات لري، د لیدونکو په ځانګړې توګه د زدهکوونکو او محصلینو له لوري پراخ هرکلی سره مخ شول.
د دې ترڅنګ، په یوه غرفه کې د سرپل ولایت د تاریخي آبداتو، لرغونو سیمو او تفریحي ځایونو ښکلي انځورونه او د هنري نقاشیو آثار نندارې ته وړاندې شوي وو، دغه هنري او تاریخي آثار د دې ولایت د سیاحتي جاذبو د پېژندنې او د دې ولايت د کلتور او تمدن د انعکاس په موخه چمتو شوي وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما وویل: ددې ډول نندارتونونو جوړول کولای شي، د سرپل ولایت د فرهنګي او تاریخي میراثونو په پېژندنه کې اغېزمن ثابت شي او ځوان نسل مطالعې او خپل تاریخ پېژندنې ته وهڅوي.
۱۴۴۶/۵/۲۴ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۶ هـ ل
