میوند ولسوالۍ کې ۵۰ تنه له ښوونيز مرکز څخه فارغ شول

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۱:۶
kmj

د کندهار ولايت په میوند ولسوالۍ کي د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ښوونيز مرکز څخه ۵۰ تنه د کمپيوټر له زده کړو فارغ شول.
د فراغت په مراسمو کي يې د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعيد د میوند ولسوالۍ د علماو شورا مشر شيخ محمد يوسف ډيرو نورو مسؤلينو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
 د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعيد وويل: چي دغو ۵۰ تنو ځوانانو ته د مسلکي استادانو له  خوا په کمپيوټر برخه کي څلور نيمې  مياشتې زده کړې ورکړل شوې، چې نن ورته د فراغت سندونه ورکړل شول.
ښاغلي سعيد زياته کړه؛ ځوانان د ټولنې باارزښته قشر دی، د ځوانانو چارو آمريت په پام کې لري، چې د کندهار د مرکز او ولسواليو ځوانانو ته ښوونيز سمينارونه او ورکشاپونه ترسره کړي، تر څو ځوانان د مايوسۍ له حالته راووځي، او د زده کړو په ترلاسه کولو سره يو روښانه آينده ولري.
 د ميوند ولسوالۍ د علماوو شورا مشر شيخ محمد يوسف فارغ شوو ځوانانو ته د علم د ارزښت په اړه وينا وکړه او ويې ويل: د زده کړو ترلاسه کولو لپاره هڅې کول د ځوانانو لپاره د روښانه آیندې تضمين دی، نوموړي د ځوانانو د زده کړو لپاره د اطلاعاتو او کلتور رياست له هڅو مننه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت اړوند ښوونيزو مرکزونو کې چې د مرکز په ګډون په ځينو ولسواليو کې موجود دي، سلګونه تنه ځوانان د عربي، ترکي او انګليسي ژبو د زده کړو ترڅنګ د کمپيوټر زده کړه په وړيا ډول کوي.

۱۴۴۶/۳/۴ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۷ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS