ځوانان کولای شي د هيواد په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي
پورته خبرې د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي سيف الدين معتصم د امارت پېژندنې سياليو د پايلو په اعلان غونډه کې وکړې.
ياده سيالي د مطالعې کلتور د رواجولو او له اسلامي امارت سره د ځوانانو د اشنا کولو په موخه د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې جوړه شوې وه.
ښآغلي معتصم زیاته کړه: اوس د دې وخت دی چې ځوانان د دیني او عصري علومو په ترلاسه کولو سره د خپلې کورنۍ او وطن د خدمت جوګه شي.
دغه راز په دغه اعلان غونډه کې يو شمېر سيمه ييزو مسئوولينو وویل: د دا ډول پروګرامونو په جوړولو سره د ښوونځيو او مدرسو زده کوونکو ذهنونه پياوړي کېږي او د خپل نظام په اړه د هغوى د پوهې کچه لوړوي.
د سيالۍ يو شمېر ګډونوال د دغه ډول پروګرامونو د جوړېدو هرکلى کوي او هيله لري، چې په راتلونکي کې هم دغه ډول نور علمي پروګرامونه ترسره شي چې دوی له دولتي مفاهيمو او ديني ارزښتونو سره سم له دغه ډول تعليمي فرصتونو څخه ښه او اغېزمنه ګټه پورته کړي.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالي څه موده مخکې د جوزجان ولايت په آقچه ولسوالۍ کې د شاوخوا ١١٠٠ ځوانانو په ګډون ترسره شوې وه، چې د سيالۍ ١٦ تنو برياليو زده کوونکو ته چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.
۱۴۴۶/۲/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۶ هـ ل
