ځوانان کولای شي د هيواد په وده او پرمختګ کې ونډه واخلي

tawana_admin
ثلاثاء, أغسطس 27 2024 4:11 مساء
ad

پورته خبرې د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي سيف الدين معتصم د امارت پېژندنې  سياليو د پايلو په اعلان غونډه کې وکړې.
 ياده سيالي د مطالعې کلتور د رواجولو او له اسلامي امارت سره د ځوانانو د اشنا کولو په موخه د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې جوړه شوې وه.
 ښآغلي معتصم زیاته کړه: اوس د دې وخت دی چې ځوانان د دیني او عصري علومو په ترلاسه کولو سره د خپلې کورنۍ او وطن د خدمت جوګه شي.
 دغه راز په دغه اعلان غونډه کې يو شمېر سيمه ييزو مسئوولينو وویل: د دا ډول پروګرامونو په جوړولو سره د ښوونځيو او مدرسو زده کوونکو ذهنونه پياوړي کېږي او د خپل نظام په اړه د هغوى د پوهې کچه لوړوي.
 د سيالۍ يو شمېر ګډونوال د دغه ډول پروګرامونو د جوړېدو هرکلى کوي او هيله لري، چې په راتلونکي کې هم دغه ډول نور علمي پروګرامونه ترسره شي چې دوی له دولتي مفاهيمو او ديني ارزښتونو سره سم له دغه ډول تعليمي فرصتونو څخه ښه او اغېزمنه ګټه پورته کړي.
 د يادونې وړ ده، چې دغه سيالي څه موده مخکې د جوزجان ولايت په آقچه ولسوالۍ کې د شاوخوا ١١٠٠ ځوانانو په ګډون ترسره شوې وه، چې د سيالۍ ١٦ تنو برياليو زده کوونکو  ته چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۲/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۶ هـ ل

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, يونيو 09 2026 2:32 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع التشاوريّ للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلاني

عُقد الاجتماعُ التشاوريُّ للجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية برئاسة نائب الوزيرالإعلام والثقافة لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
وناقش أعضاء اللجنة خلال الاجتماع عددًا من الموضوعات. . .

اثنين, يونيو 08 2026 1:25 مساء
Background image

انعقاد الجلسة الدورية للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين الموافق 22 من ذي الحجة الحرام 1447هـ،  عقدت الجلسةُ الدورية للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة.
وفي مستهل الجلسة، قدّم أمين اللجنة تقريرًا. . .

اثنين, يونيو 08 2026 10:50 صباحا
Background image

تكريم الفائزين الأوائل في المسابقة الخاصة بالمرسوم رقم (١٧)

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية كابيسا، بالتعاون مع مؤسسة تنوير الفكرية والثقافية، مسابقةً حول المرسوم رقم (١٧) الصادر عن -أمير- المؤمنين (حفظه الله ورعاه)، شارك فيها ألفُ طالبٍ. . .

BACK TO NEWS