سمنګان کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
سمنګان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مولوي فیروز الدين منيب، د ولايت مقام ویاند، د امنيه قوماندانۍ وياند، خبريالانو، د رسنيو د مسؤلينو او د ياد رياست د کارکوونکو په شتون کې د همغږۍ مياشتنۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي فیروزالدين منيب وويل: خبريالان د خلکو او دولت ترمنځ د ارتباطي پل حیثیت لري، دوی باید د خبرونو او راپورونو په نشرولو کې حقايق په پام کې ونيسي، خپل فعاليتونه دې د اسلامي امارت د پاليسۍ سره سم مخته يوسي او بي طرفي دې په پام کې ونيسي.
ورپسې د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو خپلې ستونزې او غوښتنې د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسؤلينو سره شريکې کړې، چې د ياد رياست د مسؤلينو له لوري يې د حل کولو ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۶/۲/۲۰ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۳ هـ ل
