هلمند عامه کتابتون ته سلګونه ټوکه کتابونه وسپارل شول

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۶:۵۲
ad

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ۱۴۰۳ هـ ش کال د ثور میاشتې وروستۍ اونۍ کې د قران کریم او کتاب درې ورځنی نندارتون جوړ کړی وو، چې په جریان کې یې د هلمند ولایت یو تن ملي سوداګر الحاج محمد عیسٰی عمري له لوري د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون سره د ١٠٠٠ ټوکه بېلابېلو کتابونو ژمنه شوې وه، چې د ژمنې سره سم یې یاد کتابونه عامه کتابتون ته وسپارل.

د عامه کتابتون مدیر محسن عمري د ښاغلي محمدعیسی عمري څخه مننه وکړه، چې عامه کتابتون ته یې ١٠٠٠ ټوکه کتابونه وسپارل.

نوموړي وویل: په دې کتابونو سره عامه کتابتون لا غني شو، د نويو کتابونو په راتلو سره به د عامه کتابتون د لوستونکو ډيرې ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده، چې مخکې هم د یو ملي سوداګر له لوري ٥٠٠ ټوکه بېلابېل کتابونه عامه کتابتون ته سپارل شوي وو.

۱۴۴۶/۲/۱۷ ھ ق
۱۴۰۳/۵/۳۱ ھ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

کونړ کې د سیمه ایزو رسنیو خبریالانو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د همغږۍ د اتحادیې له لوري د یونسکو په مالي ملاتړ د کونړ سیمه ایزو رسنیو خبریالانو او یو شمېر امارتي ویاندویانو لپاره یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۵
Background image

د کډوالو له لنډمهالي کمپ څخه لیدنه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر خبري آژانس رئیس او هم مهاله د کډوالو د عامه پوهاوي کمېټې مسؤول مولوي احسان الله حسان او د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

BACK TO NEWS