افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی
پنج شنبه (۵ محرم الحرام ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه په بهر کې د ميشتو افغان کدرونو د انسجام د ټولنې له غړو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په کتنه کې د افغان کدرونو د انسجام د ټولنې غړو د افغانستان ملي ګټو، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته په اشارې سره زياته کړه: له شل کلن اشغال وروسته دغه آزادي او برياليتوب د شهيدانو په وينو ترلاسه شوى او دا د افغانستان د مظلومو او ځورېدلو خلکو لپاره لویه لاسته راوړنه ده.
دوی د یو باثباته او پرمختللي افغانستان په اړه خپل نظریات د اطلاعاتو او کلتور له محترم وزیر سره شریک کړل او د افغانستان اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د افغان کدرونو د انسجام د ټولنې غړي ډاکټر ودان په خپلو خبرو کې وويل: په تېرو شلو کلونو کې موږ نه يواځې تر نظامي اشغال لاندې وو، بلکې له ټولنيز، کلتوري او اقتصادي اشغال سره هم مخ وو، زموږ ملي او کلتوري ارزښتونه د پرديو کلتورونو تر اغېز لاندې راغلل او زموږ افتخارونه او وياړونه هېر شول.
نوموړي د فرهنګ او فرهنګي ارزښتونو ساتنه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مهمو مسؤليتونو څخه وبلل.
د کتنې په وروستیو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه په بهر کې د میشتو افغان کدرونو د انسجام د ټولنې غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه: په تېرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د کلتور ،پراختيا او زیربنا برخه کې ډېر کارونه ترسره شوي دي او اوس هغه وخت را رسېدلی، چې ټول افغانان په خپل هيواد کې د یوې رهبرۍ لاندې په یووالي او سوله کې ژوند وکړي څو هر افغان د سکون او ډاډ په هنداره کې ځان وویني.
۱۴۰۳/۴/۲۱ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۱۱ میلادی
