بادغیس کې له ښوونیز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۲:۴۵
888

چهارشنبه ( ۴ محرم الحرام ۱۴۴۶ ) بادغیس ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونيز مرکز څخه ۱۹۷ ځوانان فارغ او د يوې غونډۍ په ترڅ کې يې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په فراغت غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس  مطیع الله متقي وویل: داطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي، چې ځوانانو ته د فني زده کړو زمینه برابره کړي، هغه خوښي څرګنده کړه، چې ځوانانو له ښوونيز مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د بادغیس مرستیال والي مولوي غلام محمد محمدي د خپلو خبرو په ترڅ کې له ځوانانو وغوښتل، چې د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم لکه کمپیوټر او ساینس هم زده کړي، تر څو د پوهې کچه يې لوړه شي.
د غونډې په وروستيو شيبو کې فارغو شويو ۱۹۷ تنه ځوانانو ته د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د فراغت سندونه ورکړل شول.


۱۴۰۳/۴/۲۱ ھ ل 
۲۰۲۴/۷/۱۱ ميلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS