معین نشرات از دشت لیلی جوزجان و قلعه جنگی بلخ دیدار کرد

rahim_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۲:۴۸
Jozjan province

 

يکشنبه ( ۲۴ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مولوي حيات الله مهاجر فراھي د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان اړوند د دشت لیلې په دښته کې د ډلئیزو شهیدانو له هدیرې او د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې له جنګي کلا څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي مهاجر فراھي وویل: چې دواړه سیمې د افغانستان د فاجعو او ظالمو څھرو د ستر ظلم نه هیریدونکې خاطرې دي او هغوی چې د بشرې حقونو مدعیان یې ځانونه بلل، په ډیره بې رحمۍ سره يې ستړي مجاهدين شهیدان، زخمیان او له ډول ډول شکنجو لاندې ونیول.

دښت لیلی د شبرغان ښار اړوند لویه دښته ده، چې د جنرال دوستم د ډله‌ئیزو وژنو له کبله مشهوره شوې ده او جنګي کلا، چې د بلخ ولايت په دھدادي ولسوالۍ کې شتون لري د ۸۰یمو کلونو پرمهال، شاوخوا ۲۰۰۰ اسیر مجاهدین په کې شهـیدان شول او د تاریخ په کچه لوی ظلمونه پکې ترسره شول. 

ھمداراز نوموړي د شبرغان له مرکزي زندانه، چې یو وخت په کې له يو شمېر عسکرو لخوا بندي پاته شوی وو؛ هم لیدنه وکړه او له زندانیانو سره د ښه چلند په برخه کې یې اړوند مسؤلینو ته لازمې لار ښوونې وکړې.

۱۴۰۳/۳/۱۳ ھ ش 

۲۰۲۴/۴/۶/۲ ميلادي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS