سپين بولدک کې د ( ښکلا ) تر عنوان لاندې مشاعره تر سره شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۱:۵۱
…

 

جمعه ( ۲۲ د ذوالقعدې ۱۴۴۵ ) د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سيند ادبي بهير له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همغږۍ د ( ښکلا ) تر عنوان لاندي شانداره مشاعره تر سره شوه.  

 مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ آمر عبدالشکور څپاند، د ځوانانو چارو آمر حافظ حمد الله سعيد، يو شمير نورو مسؤلينو، د کندهار، هلمند او بيلا بيلو ولايتونو شاعرانو، ليکوالانو، اديبانو او سلګونه ولسي خلکو ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ آمر ښاغلي څپاند په خپلو خبرو کې د شاعرانو او ليکوالانو پر مسؤليت هر اړخيزې خبري وکړې او ويې ويل: شاعران او ليکوالان باید د يووالي او په ځانګړي ډول د ځوانانو د فکري روزنې لپاره ډير کار وکړي.

د مشاعرې په ترڅ کې شاعرانو او ليکوالانو د ولس پر يووالي، د افغانانو پر ميړانې، ورورګلوۍ او د اسلامي امارت په ملاټر شعرونه، ترنمونه او ديکلومې په خپلو ښکلو اوازونو کي تر سره کړې.


۱۴۰۳/۳/۱۱ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۳۱ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS