د آهن درې له ښوونيز مرکز څخه څارنه وشوه
پنجشنبه (۲۱ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي عین الدين مطمئن او د ځوانانو د زده کړو او ودې د مرکزونو مدير نجیب الله وردګ د تالقان ښار له آهن درې ښوونيز مرکز څخه څارنه ترسره کړه.
د ځوانانو چارو آمر مولوي عین الدين مطمئن وويل: ځوانان د هيواد فعاله قشر دی، باید د علم او پوهې په ترلاسه کولو سره د هيواد د آبادۍ هڅې وکړي، له اوسني فرصت څخه دې اعظمي ګټه پورته کړي.
نوموړي زياته کړه؛ د ځوانانو د ستونزو د حل اساسي لاره دا ده، چې ځوانان د اسلامي ارزښتونو سره سم وروزل شي، ځکه په اسلامي ارزښتونو روزل شوي ځوانان کولای شي، د نورو ځوانانو د ژوند بڼه بدله کړي او له هغوی نه واقعي مبارزين او سرلاري جوړ کړي، چې د بشر د هدایت لپاره مبارزه وکړای شي.
۱۴۰۳/۳/۱۰ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۳۰ میلادي
