د نرخ ولسوالۍ له زرغون کلا څخه لیدنه وشوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۳:۳۳
…

سه شنبه ( ۱۲ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبيب الله مجاهد، د کرهنې او اوبو لګولو رئيس مولوي محمد ادريس او ورسره مل پلاوي د نرخ ولسوالۍ له زرغون لرغونې کلا څخه ليدنه وکړه.

زرغون کلا چې د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ اندړو درې په یوه سیاحتي او تفریحي سيمه‌کې موقعیت لري شا او خوا ۲۵۰ دوه سوه او پنځوس کاله تاريخي لرغونتوب لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد وويل: هغه تاريخي سيمې او  آبدې چې تر سلو کلونو وړاندې جوړې شوې وي، غواړو ثبت او راجستر يې کړو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مرسته یې بیا ورغوو.
 
د سيمې او سېدونکي چې ځان د زرغون بابا اولاده بولي وايي: د زرغون کلا ۲۵۰ کاله وړاندې د دوی د بابا زرغون خان له خوا جوړه شوې ده، دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې یاده کلا بیا ورغوي.

  د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسؤلينو په وينا؛ تر دې مهاله په میدان وردګو ولایت کې ۷۶ تاريخي آبدې شتون لري، چې ۴۸ یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په رسمي ډول ثبت شوي دي.

۲۰۲۴/۵/۲۱ ميلادي 
۱۴۰۳/۳/۱ ھ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS