د سمنګان ولايت له لرغونو او تاريخي آبدو څخه ليدنه وشوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۲۱:۱۷
…

سه‌شنبه (۶ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مسلکي پلاوي د سمنګان ولايت له لرغونو او تاريخي ابدو څخه ليدنه وکړه.

د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د لرغون پيژندنې مدير ذبيح الله سعيدي وويل: د علومو اکاډمۍ د کوشانيانو دورې د څېړنو د مرکز د مشر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پيژندنې ټيم غړي کتاب خان فیضي په مشرۍ او د تاريخي آبداتو د سروې آمر عبدالاحدزي په ملتيا د تاريخي آبدو د حريم ټاکلو په موخه ياد ولايت ته سفر کړی، چې د رستم تخت، هزار سم کوکجر، د زاړه ښار له بالاحصار او د خلم ولسوالۍ د جهان نما باغ څخه د لاسته راغلو تاريخي آثارو څخه يې ليدنه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي فیروزالدين منيب د لرغونو آثارو او تاريخي آبدو د حريم ټاکنې، بیارغونې او ساتنې په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د پلاوي د رااستولو له امله خوښي څرګنده کړه او دا يې يو نيک اقدام وباله.

۱۴۰۳/۲/۲۵ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۱۴ میلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: د خوښی ځای دی، چې په هلمند کې ټولې رسنۍ خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۴
Background image

بغلان کې د چاپ خونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د چاپ خونو له مسؤلینو سره د مروجو بهرنیو اصطلاحاتو او کلیمو پر ځای د ملي ژبو د کارونې او همدارنګه د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د عامه کتابتونونو رئیس د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه وکړه

‏د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د مالیزیا له ملي کتابتون څخه لیدنه وکړه.
‏د مالیزیا ملي کتابتون مسؤلینو د هرکلي تر. . .

BACK TO NEWS