نږدې راتلونکي کې به د مقر ولسوالۍ کتابتون فعال او ګټې اخستنې ته وسپارل شي

rahim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۱۵
Ghazni province

چهارشنبه (۱۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس ملا حميدالله نثار د مقر ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او اوسيدونکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا حميدالله نثار د مقر ولسوالۍ د قومي مشرانو له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: د خلکو د ستونزو حل کول مو په کاري لومړيتوبونو کې دي.

د ښاغلي نثار په وينا؛ د غزني ولايت په ټولو ولسواليو کې د کتابتونونو د جوړولو هڅې روانې دي او د مقر ولسوالۍ کتابتونه به په نږدې راتلونکي کې فعال او د ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
 
د مقر ولسوالۍ قومي مشرانو خپل وړانديزونه او ستونزې شريکې کړي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه يې د حل کولو غوښتنه وکړه.

۲۰۲۴/۴/۲۴ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۵ هــ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS