هرات کې د زلزلې له امله زيانمن شوي تاريخي آبدات بيا رغول کيږي

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۲:۲۵
…

یک‌شنبه (۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي په افغانستان کې د آغاخان بنسټ له رئيس اجمل ميوندي سره وکتل.

د ليدنې په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي وويل: د ا.ا.ا. د تاريخي آبداتو ساتنې ته جدي توجه کوي، همکارې موسسې باید د تاريخي آبداتو د بیا رغونې په برخه کې دوامداره همکاري ولري، همدا راز نوموړي د پنځم منار د بيارغونې د کارونو په تيزوالي تاکيد وکړ.

د آغاخان بنسټ رئيس اجمل ميوندي وويل: هڅه کوو، چې د هرات ولايت اوله درجه تاريخي آبدات بيا ورغوو، دا مهال د هوکړه ليک له مخې د ياد ولايت د جامع مسجد ايوانونه، د ګذرګاه شريف کاشي، او د نورو مساجدو ترميم تر کار لاندې دي، چې په تخصصي ډول به د زلزلې له امله د زيانمن شويو تاريخي آبداتو بيارغونه وشي.

د يادونې وړ ده چې د هرات ولايت د اختيارالدين کلا، جامع مسجد، ګذرګاه شريف او منارونه د مهمو تاريخي آبداتو څخه دي، چې نړيوال شهرت لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS