دتاريخي ابدو دترميمولو ١٢ پروژې قراردادونه لاسليک شول .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ١٢٢ ميليونو افغانيو په لګښت دتاريخي ابدو دترميمولو د١٢ پروژو تړونونه دملي پراختيا شرکت له اجرايي رييس سره لاسليک کړ .
دباختراژانس دخبرله مخې، ددغه تړون دلاسليک کولو په مراسمو کې په داسې حال کې چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي اداري او دګرځندوى معينه پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي ، دتاريخي ابداتو دساتنې او ترميمولو رييس ډيپلوم مهندس عبدالاحدعباسي اوددغه وزارت يوشمېر مسوولين هم حاضر و ، داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست وويل چې ددغه تړون لاسليک کول په هېواد کې دتاريخي اودلرغونو ابدو دترميمولو په لاره کې يوارزښتناک ګام دى .
هغه زياته کړه ددغه قرارداد له مخې ، دهېواد په ٧ ولايتونوکې له يوې واحدې منبع څخه د ١٢٢ميليونو افغانيو په لګښت دتاريخي ابدو دترميمولو ١٢ پروژې عملي کېږي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ټينګاروکړ چې دهېواد په زياتو ولايتونوکې تاريخي ابدې دخطر په حالت کې دي ،.ترميمولو ، ساتنې او پاملرنې ته اړتيا لري .
دغه راز محمد طاهر زهير دهېواد په ولايتونوکې له اړوندو مسوولينو څخه هم وغوښتل چې دتاريخي ابدو دترميمولو په خاطر له تطبيقوونکي ساختماني شرکت سره لازمه همکاري او همغږي ولري .
دملي پرمختيا شرکت اجراييوي رييس عبدالرحمان عطاش هم په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په تېره بيا دتاريخي ابدو دساتنې اوترميمولو رياست له اړوندو مسوولينو سره به په همغږى دهغوتاريخي ابدو دترميمولو کار چې په قرارداد کې ليکل شوي دي په ښه ډول ترسره کړي .
په دغو پروژوکې په سمنګانو کې دتخت رستم ترميمول ، دنيمروز دچګني قلعه اساسي ترميمول ، دکندز دامام صاحب بندر دشهيد حاجي جومات دودانۍ ترميمول ، دهلمند دطاق بست اساسي ترميمول ، دهلمند دبست قلعه دابن حبان بستي دزيارت دودانۍترميمول دمرکز چاى بـست دننوتلو دلارې ترميمول ، دهلمند دبست قلعه دتنور يخچال ترميمول ، دهرات په زنده جان ولسوالۍ کې د محمد غازي دارامګاه اساسي ترميمول ، په هرات کې دمزاد خان دډنډ ترميمول ، دکابل ښار په اوومه ناحيه کې دقلعه فتوح بڼ دجومات ترميمول ، اودفارياب په اندخوي ولسوالۍ کې دشهباز خان دمدرسې ترميمول شامل دي .
