په فراه ولایت کې ۲۱ تنه د کمپیوټر له روزنیز کورس څخه فارغ شول

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۰:۱۵
…

فراه ولایت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د کمپيوټر زده کړې له روزنيز کورس څخه  ٢١ تنه زده کوونکي د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول، چې‌ د ياد رياست رئيس محمد عبدالحي سباوون، د ځوانانو چارو، ملي راډیو ټلویزیون، فرهنګ او ګرځندوی او اطلاعاتو  د آمريتونو آمرينو او په لسګونو تنو ځوانانو هم ګډون درلودل.
 
 د فراه ولايت د اطلاعاتو او كلتور رياست رئيس محمد عبدالحي سباوون وينا وکړه او ويې ويل: اسلامي اساسات يوازې د ځان لپاره نه، بلکې د ټولنې د غړو، هېواد او نظام ساتنې او پرمختګ لپاره د پوهې د لاسته راوړلو غوښتنه کوي.

 نوموړي همدارنګه د ياد روزنيز کورس له ښوونکي او د ده د ايماني رسالت له سرته رسولو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، هغه فارغين چې د کمپیوټر په برخه کې يې زده کړې، هڅه دې وکړي چې نورو ته يې هم ورسوي.


 د ياد روزنيز کورس ښوونکي محمد نذير حيدري وويل: د ٥٠ تنو ګډونوالو زده کوونکو له جملې څخه ٢١ تنه زده کوونکي د کمپيوټر د بيلا بېلو پروګرامونو له ٦ مياشتني روزنيز کورس څخه فارغ شول.

 د ښاغلي حیدري په وینا: يادو فارغينو د ولايت مقام په همکارې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کمپيوټر زده کړې په وړیا کورس کې د اساساتو، وینډوز، ورډ، ایکسل او پاورپاینټ په برخو کې خپل سندونه ترلاسه کړل.

ښاغلي حیدري همدارنګه زیاته کړه، چې دا د کمپیوټر د زده کړې په برخه کې د فارغو زده کوونکو د فراغت درېيم پړاو و، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ترسره او په ورته وخت کې د کمپيوټر او انګليسي زده کړو دوه نور روزنیز کورسونه هم په لاره اچول شوي او زده کړيز بهير يې روان دي.


۱۴۴۵/۸/۲۸ھ ش
۱۴۰۲/۱۲/۲۰ھ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS