د ميدان وردګ ملي موزیم ته ۱۵ قلمه لرغوني توکي وسپارل شول

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۸:۴۶
…

د ميدان وردګ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: مجاهد ملي موزیم ته د ياد رياست د کلتور او ګرځندوی آمر ښاغلي شفيق الله فضلي له لوري ۱۵ قلمه لرغوني توکي وسپارل شول چې  د ځینو توکو لرغونتوب یې زرګونه کالو ته رسيږي.

په دغه توکو کې ۱۰۰ دانې سکې چې ځینې یې د بودايي دور پورې تړاو لري، یو عدد کره، څلور ۴ دانې غمي، څلور ۴ دانې ګوجي، ۳ دانې منګي، یوه دانه پڼه، دوه خاورینې کوزې، یوه کټو، یوه دانه میسي مجمه، یوه لرګینه قاشوغه، او یو د ژرندې پارو شامل وو.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبيب الله مجاهد د کلتور او ګرځندوی له آمر ښاغلي شفيق الله فضلي نه مننه وکړه او ويې ویل: دا ډېر لرغوني توکي دي چې زموږ د تېر تاريخ او کلتور ښودنه کوي.

د کلتور او ګرځندوی آمر ښاغلي شفیق الله فضلي وویل: یاد لرغوني توکي د غور نيکه نه راپاتې و، چې نن مو مجاهد ملي موزیم ته وسپارل.

د یادولو وړ ده چې تر دې مهاله مجاهد ملي موزیم ته ۷۱ قلمه لرغوني توکي، ۵۴ قلمه نظامي آثار او د ۵ تنه شهیدانو آثار سپارل شوي دي.

1445/8/12ھ ق
1402/12/3ھ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS