افغانستان او جاپان دیپلوماتیکې اړیکې د متقابل احترام پر بنسټ ولاړې دي

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۲:۴۰
…

تېره ورځ یکشنبه (۸ د شعبان ۱۴۴۵ هـ ق کال) د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تکه یوشي کیورومي سره ولیدل.


په پیل کې د جاپان سفیر د ۵۴ میلیون ډالرو مرستې څخه یادونه وکړه او د ا.ا.ا  په بېلا بېلو برخو؛ د امنیت تامین، د مخدره موادو سره د مبارزې، د اداري فساد او اقتصادي پرمختګ او نور فعالیتونو په اړه یې د حکومت چټک ګامونه و ستايل او دا يې مهم ګامونه وبلل.

همدارنګه تکه یوشي کیورومي  وویل؛ هېواد یې غواړي چې د ا.ا.ا سره مثبتي اړیکې ولري او اوس د دې وخت را رسېدلی چې نړۍ له افغانستان سره تعامل وکړي.

سربېره پر دې د جاپان سفیر د تاریخې آثارو د ساتنې، بیارغونې او ملي موزیم په برخه کې د مرستې ډاد ورکړ.

ور پسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه د افغانستان په بیا رغونه او نیکو دیپلوماتیکو اړیکو کې د جاپان د سفیر له مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه د تاریخي اثارو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی، باید یو له بل سره همکار پاته سو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS