نهر سراج ولسوالۍ کې یو باب مسجد ګټې اخیستنې ته وسپارل شو 

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۳:۴۰
....

تېره ورځ د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ اړوند د ناصرو په سیمه کې د کندهار ــ هرات پر لویه لاره د سعد ابن ابي وقاص رضی الله عنه په نوم یو باب مسجد ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې د پرانیستې مراسمو کې يې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخوا، د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس الحاج حافظ عبدالباري راشد د قطر هېواد الثاني خیریه بنسټ استازي الحاج حیات الله ګډون درلود، چې د یاد مسجد پرانیسته الحاج ملا خیرالله خیر خوا وکړه.
ښاغلي راشد د یاد مسجد په اړه وویل: دا مسجد د قطر هېواد شاهي کورنۍ د غړي شېخ حمد بن عبدالله بن محمد الثاني په مالي لګښت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په سپارښتنه او د ولایت مقام په لارښوونه په درې جریبه ځمکه کې ورغول شو، دا مسجد د ۴ څلور میلیونه افغانیو په ارزښت سره تقریباً د څلورو میاشتو په موده کې ورغول شو، مسجد په دوو برخو کې رغول شوی، چې یوه برخه يې د نارینه و لپاره او یوه برخه يې د ښځینه و لپاره ده، د نارینه و او ښځینه و لپاره جلا جلا تشنابونه هم رغول شوي، همدا راز یاد مسجد په یوه وخت کې د څلور سوه نارینه و او زیات شمېر ښځینه و لمونځ کوونکو د ځای کولو ظرفیت لري.
د یاد مسجد په پرانیستلو سره به د لویو لارو د مسافرو زیات شمېر ستونزې حل شي او پرته له کومې ستونزې به ښځینه او نارینه مسافر د الله تعالی عبادت ترسره کړي.

۱۴۴۵/۷/۱۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۱ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS