روزګان کې د رسنیو له مسؤولینو سره ګډه ناسته وشوه
د روزګان ولایت د اطلاعات او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي په مشرۍ د دغه ولایت د ملي راډیو ټلویزیون او ټولو خصوصي رسنیو د مسؤولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره سوه.
د روزګان د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري اغاولي قریشي د ټولو مسوولینو او خبریالانو څخه مننه وکړه، چي د اسلامي امارت په راتګ سره یی په خپلو ټولو چارو کي اصلاحات راوستي دي، نوموړي د یو شمېر شته ستونزو یادونه وکړه او د حل په برخه کې يې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
همداراز یې په خپله برخه کي د پوره اخلاص، صداقت او همکارۍ ډاډ ورکړ.
بل لور د رسنیو مسوولینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د همکارۍ او همغږۍ مننه وکړه، دوی یادونه وکړه چي خپل سپېڅلی مسؤولیت کي به په اخلاص د اسلام، هېواد او نظام په ګټه او پرمختګ کې خپل وس دریغ نه کړو.
۱۴۴۵/۷/۳ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۴ هـ ش
