د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر د هرات له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه لېدنه وکړه
نن دوشنبه ۱۴۴۵/۶/۲۵ هـ ق د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر محترم ملا خيرالله خیرخواه د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه لېدنه ترسره کړه.
ښاغلي خیرخواه هلته د هرات ولایتي ریاست کې جوړي شوي غونډي ته په وینا کې وویل: ولس خدمت او کار ته ضرورت لري، څومره چې مو توان وي ځان ترې درېغ نه کړئ، نوموړي زیاته کړه ولس کلونه کلونه تېر ایستل شوی وو هیڅ د پام وړ خدمت نه دی ورته شوی موږ باید په پوره ژمنتیا د ولس هیلي او ارمانونه پوره کړو.
همدا راز ښاغلي وزیر وویل: کوم امکانات چې په لاس کې لرو باید پوره استفاده ترې وکړو ترڅو راسپارل شوی مسؤلیت مو په ښه توګه سرته رسولی وي، چا ته هيڅکله باید ونه ګورو خپل وطن به د الله تعالی په مرسته په خپلو مټو پر پښو دروو.
وروستیو کې یې د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه او را منځته شوي نوښتونه وستایل.
۱۴۴۵/۶/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۸ هـ ش
