د هيواد د مشهورو شاعرانو او ترانه ویونکو دوه ورځنی سيمينار پای ته ورسېد

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۲۲:۴۷
.....

د هيواد د مشهورو شاعرانو او ترانه ویونکو په ویاړ دوه ورځنی  علمي او فرهنګي سېمینار شروع سوی و،  نن يې اخرنۍ ورځ وه.

په ياد سېمينار کې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، داطلاعات کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه ، اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي،  د ملي اولمپیک رئیس احمد الله وثیق، دریاست الوزرا دمطبوعاتو او ستراتیژیکو اړیکو معاون قاري عبدالستار سعید او يوازې مرکزي وياند ښاغلي مجاهد صاحب په ويډيو  بڼه  ګډون کړی و.

د غونډې ټولو ګډونوالو په خپل وار سره شاعران او ترانه ویونکي وستايل او زياته يې کړه، چې ستاسو مسؤليت تر پخوا اوس لا زيات او دروند سوی دی، د راغلې فرصت څخه اعظمي استفاده وکړئ، او ولس ته روحيه ور کړئ.

د غونډې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه، دوه ورځنی سمینار مثبت و ارزوه او ویل سوي مقالې او ویناوي یې مؤثرې وبللي.

 د سېمينار د برخوالو راټول سوي نظرونه او مشورې يې  مهمې وبللې او هيله يې وښوده چې له مثبتو نظرونو اواستعدادونو څخه به استفاده کوي.


د یادولو وړ ده، چې د مشهورو ترانه ویونکو او شاعرانو په ویاړ یاد علمي او فرهنګي سېمینار له دوه ورځو راهیسې په کابل کې د هيواد د ټولو ولایتونو څخه راغلي شاعران او ترانه ویونکي په ګډون دوام درولود، چې نن یادو شاعرانو او ترانه ویونکو ته د ستاینلیک په ورکولو سره پای ته ورسېد.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS