پکتیا کې د شخصي ښوونیزو مرکزونو اتحاديې سره تړون لاسلیک شو
د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت په دغه ولایت کې د شخصي ښوونیزو مرکزونو اتحاديې سره په وړیا او تخفیف د زده کوونکو منلو تړون لاسلیک کړ.
د ځوانانو چارو آمر اصف الرحمن خپلواک وويل: په لومړي پړاؤ کې به د دغه تړون له مخې ۱۰ شخصي ښوونیزو مرکزونو ته بې وزله ځوانان او يتيمان په تخفیف او وړیا ډول د زده کړو په موخه ور وپیژندل شي.
د خپلواک په وینا هر ښوونیز مرکز ته به ۵۰ تنه یتیمان او بې وزله په وړیا ډول او ۵۰ تنه بې وزله په تخفیف سره ور وپیژندل شي، تر څو په انګلیسي، کمپیوټر، ریاضیاتو، ساینس او ورته نورو مختلفو برخو کې زده کړې وکړي.
د نوموړي په وينا؛ هڅه کوو چې له دې سربیره نورو شخصي ښوونیزو مرکزونو سره هم ورته تړونونه لاسلیک کړو تر څو ځوانانو لپاره په وړیا او تخفیف سره د زده کړو زمینه برابره شي.
د یادولو وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو چارو آمریت له دې وړاندې هم ښونیزو مرکزونو او سپورټي کلبونو سره ورته تړونونه لاسليک کړي دي.
۱۴۴۵/۶/۱۴ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۶ هـ ش
