د نيمروز ولايت د ځوانانو ترمنځ د ويناوالۍ سيالي پيل شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۲۳:۲۲
.....

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د غونډو په تالار کې د ديني مدرسو د طالبانو او محصلینو ترمنځ د ويناوالۍ سيالي پيل شوه.
 د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس، الحاج مفتي حبيب‌الله "الهام" په دې غونډه کې د علماوو، استاذانو او ګډونوالو له حضور او راتګ څخه د مننې ترڅنګ د سيالۍ د اصولو د بيانولو سربیره وويل، هڅه کوو ترڅو دا ډول نور پروګرامونه د ځوانانو لپاره جوړ او ترسره کړو.
 په دې سیالۍ کې چې دوه ورځې به دوام وکړي، له ۵۰ زیاتو کسانو برخه اخیستې، چې د سیالۍ په لومړۍ ورځ به ۳۹ تنه ګډونوال د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د ټاکل سويو داورانو په حضور کې د یووالي او پیوستون، د مسلمانانو د وروسته پاتې والي لاملونه، ملت پالنې، په اسلام کې د ښځو د حقوقو او د اسلامي نظام په پاېښت کې د ځوانانو د رول په اړه ویناوې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۸
Background image

(بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې (بلخ د افغانستان د فرهنګي پایتخت او د تمدنونو څلور لارې) په نوم یو ورځنی علمي او څېړنیز سیمینار ترسره شو، چې موخه یې د بلخ ولايت تاریخ، علمي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

ګردیز کې د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ او همکارۍ چې په مرکز ګردیز ښار کې د خصوصي ښوونځیو د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

سرپل کې د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د سرپل ولایت اړوند د امام‌ زاده یحیی بن زید شهید زیارت د احاطوي دېوال د جوړولو چارې، چې ۷۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره لوړوالی لري، د څه باندې ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د سرپل د اطلاعاتو. . .

BACK TO NEWS