د اطلاعات اوکلتور ریاست عامه کتابتون ته لس ټوکه کتابونه ډالۍ شول
د میدان وردګو ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست عامه کتابتون ته د چک ولسوالۍ د فرهنګپال ځوان حامد بها له لوري لس ټوکه کتابونه ور وسپارل شول.
ښاغلي مجاهد د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره د ښې همغږۍ، همکارۍ، د کتابتونو په بډاینه او د مطالعې د کلتور په ترویج کې د استاد حامد بها هڅې وستایلې او زیاته یې کړه؛ چې په راتلونکي کې به په مرکز او لسوالیو کې د فعاله ځوانانو لپاره ادبي بهیرونه اوناستې برابرې کړو.
همداراز استاد حامد بها په اطلاعات او کلتور ریاست کې له جوړ شوي موزیم څخه لیدنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دې موزیم په بډاینه کې به هڅې وکړي.
۱۴۴۵/۶/۱۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۴ هـ ش
