لغمان د اطلاعاتو او کلتور رياست د عليشنګ سيمې له مشرانو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه جوړه کړه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۲:۲
....

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو سرپرست آمر فضل الرحمن پيام، د ځوانانو د برنامو د همغږۍ مدير محمد نظيف بيدار، د عليشنګ سيمې علماء کرامو، سپين‌ږيرو او لسګونه تنو ځوانانو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ځوانانو چارو سرپرست آمر فضل الرحمن پیام وویل: دا چې تاسې د جهاد په دوران کې د جنګ ميدان وګاټه، اوس په کار ده چې په خپل قلم او خپلو مټو د هېواد د پرمختګ، ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړٸ.
په پاى کې د پورته سيمې د رضاکارو ځوانانو د ټولنې مشر ښاغلي سيد حيدر پاچا و ويل: موږ د ولس خدمت خپله اسلامي وجيبه بولو او په پام کې لرو چې د اطلاعاتو او کلتور رياست او خپلو مشرانو په همکارۍ د خپل ولس د هوسا ژوند، پرمختګ او خدمت لپاره لا ګړندي ګامونه پورته کړو.
۳۰/۹/۱۴۰۲ هـ ش
۸/۶/۱۴۴۵ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS