هېڅوک حق نلري چې له تاريخي او لرغونو سیمو څخه شخصي ګټه پورته کړي

wares_admin
جمعه ۱۴۰۲/۱۰/۱ - ۱۸:۵۷
......

دغه څرګندونې نن د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج مطیع‌الله روحاني د بالاحصار له تاریخي تپې څخه د لیدنې پر مهال وکړې. 
د اطلاعاتو او کلتور رییس الحاج مطیع‌الله روحاني وویل:  په تېر پرزېدلي حکومت کې د خلکو لخوا د د تاریخي سيمو یو شمېر برخو کې د غصب ترڅنګ د ښاروالۍ او خلکو لخوا خزلې او کثافات اچول شوي وو، چې نن مو د يادو چارو د مخنيوي په  موخه د تاریخي سیمو له جملې څخه د کندوز بالاحصار له تاریخي تپې څخه ليدنه ترسره کړه. 
ښاغلی روحاني زیاته کړه؛  د ا.ا.ا. حکومت په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاريخي ځایونو د ساتنې په برخه کې  کلکه پاملرنه کوي، ځکه دا د هېواد هویت ده، چې باید ترې په کامله توګه حفاظت او ساتنه وشي او هېڅ‌چاته اجازه نه ورکول کېږي چې له تاریخي ځایونو څخه شخصي ګټه پورته کړي. 
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د میراث ساتنې مدیر احمد جاوېد رنجبر وویل:  له تاريخي سیمو څخه ساتنه د‌ اطلاعاتو او کلتور ریاست له‌ مسولیتونو څخه ده, د هغه په وینا د بالاحصار تاریخي تپې یو شمېر اوسېدونکو دغې تپې پورې اړونده ساحو کې د دوکانونو د‌ جوړولو چارې پیل کړې وې، چې هم مهاله د‌ اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا ورته سپارښتنه وشوه، ترڅو له تاريخي آبداتو شخصي استفاده ونکړي.
د یادونې وړ ده چې په کندوز ولايت کې د بالاحصار تاریخي تپه یو له هغو ۱۹ تاريخي سیمو څخه شمېرل کېږي چې شاوخوا ۱۰۰۰ کاله مخینه لري, چې یاده تپه په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې ثبت او راجسټر هم ده. 
۱۴۴۵/۶/۸ ھ ق
۱۴۰۲/۹/۳۰ ھ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS