نیمروز کې «د کډوالو په وړاندې د ځوانانو مسؤولیت» علمي سيمينار ترسره شو
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري (د کډوالو په وړاندې د ځوانانو مسؤولیت) تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سيمينار پداسې حال کې چې د يادې ادارې رئيس الحاج مفتي حبیبالله الهام، د زرنج ښار ګڼ شمېر ځوانانو او د رسنیو استازو هم حضور درلود، د یاد رياست د غونډو په تالار کې ترسره شو.
سيمینار کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د افغان کډوالو په وړاندې د ځوانانو رول مهم یاد کړ او د اسلامي امارت ترڅنګ یې د افغان کډوالو سره همکاري، لاسنیوی او عامه پوهاوی د ټولو ګډ مسؤولیت وباله.
نوموړي زیاته کړه؛ د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي ترڅو د ځوانانو لپاره دا ډول نور علمي سيمینارونه جوړ کړي او له ځوانانو يې وغوښتل، چې په ورته سیمینارونو کې ګډون وکړي.
په سيمینار کې د کډوالو اړوند د موجوده کړنو او لاسته راوړنو په تړاو د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال، الحاج ملا عبدالغني (برادر اخند) او د ریاستالوزراء د اداري مرستیال، الحاج مولوي عبدالسلام "حنیفي" صاحب لنډې جوړې شوې ویډیوګانې هم شریکې شوې.
۱۴۴۵/۶/۷ ھ ق
۱۴۰۲/۹/۲۹ ھ ش
