نیمروز کې «د کډوالو په وړاندې د ځوانانو مسؤولیت» علمي سيمينار ترسره شو

wares_admin
Thu, Dec 21 2023 12:32 PM
....

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري (د کډوالو په وړاندې د ځوانانو مسؤولیت) تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سيمينار پداسې حال کې چې د يادې ادارې رئيس الحاج مفتي حبیب‌الله الهام، د زرنج ښار ګڼ شمېر ځوانانو او د رسنیو استازو هم حضور درلود، د یاد رياست د غونډو په تالار کې ترسره شو.
 سيمینار کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د افغان کډوالو په وړاندې د ځوانانو رول مهم یاد کړ او د اسلامي امارت ترڅنګ یې د افغان کډوالو سره همکاري، لاس‌نیوی او عامه پوهاوی د ټولو ګډ مسؤولیت وباله.

نوموړي زیاته کړه؛ د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي ترڅو د ځوانانو لپاره دا ډول نور علمي سيمینارونه جوړ کړي او له ځوانانو يې وغوښتل، چې په ورته سیمینارونو کې ګډون وکړي.
په سيمینار کې د کډوالو اړوند د موجوده کړنو او لاسته راوړنو په تړاو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال، الحاج ملا عبدالغني (برادر اخند) او د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال، الحاج مولوي عبدالسلام "حنیفي" صاحب لنډې جوړې شوې ویډیوګانې هم شریکې شوې. 

۱۴۴۵/۶/۷ ھ ق
۱۴۰۲/۹/۲۹ ھ ش

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 20 2026 3:42 PM
Background image

Kandahar Officials Meet Journalists and Government Spokespersons to Strengthen Media Coordination

A coordination meeting with media representatives, journalists and spokespersons of local government institutions was held at the Kandahar Governor’s Office, attended by Deputy Governor. . .

Tue, Oct 20 2026 3:23 PM
Background image

Bamyan Launches Infrastructure Projects to Rehabilitate Residential Areas in Historic Sites

Several infrastructure projects aimed at rehabilitating residential areas in historic sites and ancient settlements have been launched in the villages of Dawoodi Bala and Dawoodi Payin. . .

Tue, Oct 20 2026 2:55 PM
Background image

Kandahar Holds Coordination Meeting with Writers and Cultural Figures

The Kandahar Provincial Department of Information and Culture, in cooperation with the Al-Ribat Scientific and Cultural Institution, held a coordination meeting with a number of writers. . .

BACK TO NEWS