عبدالمنان شيواي شرق : دچاپي خپرونو ښه والى په لومړيتوب کې دى

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۴ - ۱۰:۵۲
عبدالمنان شيواي شرق : دچاپي خپرونو ښه والى په لومړيتوب کې دى .


داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين عبدالمنان شيواي شرق نن  دکتاب چاپولو اتحاديې له غړو سره  په کتنه کې  وويل :په چاپي خپرونو په تېره بيا په کتاب چاپولو کې ښه والى  په لومړيتوب کې ځاى لري .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې کتنه کې  دخپرونو دچارو معين زياته کړه : په داسې يو پروګرام کار دوام لري چې دهغه له مخې ، دخپرونو په ټولو برخو کې اصلاحات رامنځته کېږي .
په ولايتونوکې دبيهقي دکتاب پلورنې  دنمايندګيو جوړول هم په دغه پروګرا م کې شامل دى .
وروسته دکتاب دخپرولو داتحاديې رييس استاد سعيد دناشرانو دستونزو په باب خبرې وکړې  اودماليې  په ورکولو يې  دانتقاد ګوټه کېښوده او ويې ويل دکتاب  دچاپولو او پلورنې لپاره  دمناسب ځاى او بازار نشتوالي ، او ماليه له هغو ستونزو څخه دي  چې  ناشران ورسره مخامخ دي .
کابل/ دسلواغې ٢٣مه / باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS