عبدالمنان شيواي شرق : دچاپي خپرونو ښه والى په لومړيتوب کې دى
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين عبدالمنان شيواي شرق نن دکتاب چاپولو اتحاديې له غړو سره په کتنه کې وويل :په چاپي خپرونو په تېره بيا په کتاب چاپولو کې ښه والى په لومړيتوب کې ځاى لري .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې دخپرونو دچارو معين زياته کړه : په داسې يو پروګرام کار دوام لري چې دهغه له مخې ، دخپرونو په ټولو برخو کې اصلاحات رامنځته کېږي .
په ولايتونوکې دبيهقي دکتاب پلورنې دنمايندګيو جوړول هم په دغه پروګرا م کې شامل دى .
وروسته دکتاب دخپرولو داتحاديې رييس استاد سعيد دناشرانو دستونزو په باب خبرې وکړې اودماليې په ورکولو يې دانتقاد ګوټه کېښوده او ويې ويل دکتاب دچاپولو او پلورنې لپاره دمناسب ځاى او بازار نشتوالي ، او ماليه له هغو ستونزو څخه دي چې ناشران ورسره مخامخ دي .
کابل/ دسلواغې ٢٣مه / باختر