په باميانوکې د ګرځندوى صنعت وده کوي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۹:۱۰
په باميانوکې د ګرځندوى صنعت وده کوي


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سېدې مژګان مصطفوي پرون د باميانو له والي محمد طاهر زهير سره وکت
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د باميانو والي په دغه ولايت کې د ګرځندوى د جاذبو په معرفي کولو او د ژمنيو جشنونو په ترسره کولوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هڅو مننه وکړه او په دغه ولايت کې يې د فرهنګي پروګرامونو پر ترسره کولو چې د توريستي جاذبو د زياتې پېژندنې او د توريزم صنعت د ودې سبب کېږي؛ ټينګار وکړ.
د باميانو والي د باميانو خلکو اقتصادي وضعيت ته په اشارې سره، د توريزم صنعت وده، پلان جوړول او په دې برخه کې پانګونه د باميانو خلکو د اقتصادې حالت د ښه کېدو مهم عوامل وبلل او په دې برخه کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
مصطفوي په دې کتنه کې د هغو طرحو او پروګرامونو په اړوند چې د افغانستان په ځانګړې توګه د باميانو د ګرځندوى د ودې سبب کېږي؛ خبرې وکړې او د باميانو د ګرځندوى طبيعي جاذبې يې د يو فرصت په توګه ياد کړ او باميانو ته يې د خپل سفر موخه د باميانو د ګرځندوى د ژمني دويم جشن پرانيستل وبلل.
مالي، اداري او ګرځندوى معينې په افغانستان کې د ګرځندوى صنعت د پراختيا پر وړاندې د ځينو موجودو ستونزو او ننګونو په بيان سره، د تاريخي او فرهنګي شتو او د ګرځندوى صنعت د ودې لپاره په افغانستان په تېره بيا باميانوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، باميانو او د نورو اړوندو ادارو ترمنځ پر زياتو همغږۍ ټينګار وکړ.
کابل/ د سلواغې١٨مه/ باختر 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د ۲۰مې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د ۲۰مې ناحیې (چهار آسیاب بازار) سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د ګرځندوۍ، مالي او اداري معینیت پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوۍ، مالي او اداري معینیت یوه پلاوي بغلان ولایت ته د سفر پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس مولوي اسدالله هاشمي سره د ریاست پر چارو او د تاریخي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ځوانان له مسلکي او حرفوي زده کړو فارغ شول

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او وای‌ اېچ‌ ډي‌ موسسې په ګډې همکارۍ ۱۰۵ تنه ځوانان د مسلکي او حرفوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ او د حرفو اړوند کاري وسایل هم ورته ووېشل شول.
د فراغت. . .

BACK TO NEWS