د قندهار د اطلاعاتواو فرهنګ رياست کارونه وڅېړل شول

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۲ - ۸:۴۸
د قندهار د اطلاعاتواو فرهنګ رياست کارونه وڅېړل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د قندهار د اطلاعاتواو فرهنګ رياست کاري  رپوټ واورېد .
د باختراژانس د خبرله مخې، د قندهار د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس حکمت افغان د دغه رياست کاري رپوټ  وړاندې کړ او د بودجې د کمښت، د اړتيا وړ تجهيزاتود نشتوالي، د فرهنګي  او روزنيزو پروګرامونو او سيمينارونو ترسره کولو په خاطر  د لازمو امکاناتو د نشتوالي په اړوند د دغه رياست ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې  سره شريکې کړې.
حسينې ساپۍ  د قندهار د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست کارونه چې په لږو امکاناتو سره يې زيات کارونه کړي دي وستايل .
دغه راز يې د چارو په ترسره کولو کې پرصداقت او ايماندارۍ ټينګاروکړ او د دغه رياست د ستونزو د څېړنې په لاره کې يې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د پاملرنې ډاډ ورکړ .
کابل /دسلواغې ١٠مه /باختر

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS