سرپل کې د راستنو شویو کډوالو د ملاتړ په موخه غونډه تر سره شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۱۱:۵۸
.....

تېره ورځ سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د راستنو شویو کډوالو د ملاتړ په موخه غونډه تر سره شوه.
په غونډه کې يو شمېر سيمه ييزو مسؤلينو، ځوانانو، د رسنيو استازو او خبريالانو ګډون کړی و، د غونډې په جریان کې له پاکستان او ايران څخه د راستنېدونکو کډوالو پر ملاتړ او همکارۍ ټينګار وشو.
همدارنګه د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا عبدالغفار حقنما را ستانه شوي ګډوال ديني وروڼه وبلل او زياته يې کړه، چې موږ بايد د دوی لپاره خپله ديني دنده ترسره کړو او له دوى سره د کور او د لومړنيو اړتياوو په برابرولو کې همکاري وکړو.
په ورته وخت کط د امربالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو آمر مولوي محمد یعقوب حنفي او د سرپل علماوو د شورا استازي مولوي محمد ظاهر هم په دې برخه کې له راستانه شویو هېوادوالو سره د همکاري په برخه کې ډاډ څرګنده کړ.

۱۴۴۵/۵/۱ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۴ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

BACK TO NEWS