اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د تدارکاتي پروسیجر د تشرېح ښوونيز ورکشاپ ترسره شو
نن سه شنبه (۱۴۴۵/۴/۲۳ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بشري سرچينو اړوند د ظرفيت لوړونې آمریت له لوري د تدارکاتو آمریت سره په همغږۍ د تدارکاتي پروسيجر د تشريح يو ورځنی ښوونیز ورکشاپ ترسره شو.
یاد ښوونیز ورکشاپ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بشري سرچينو ریاست اړوند د ظرفيت لوړونې آمريت د مسلکي ټيم له لوري د تدارکاتو آمريت سره په همغږۍ د مرکزي رياستونو او آمريتونو اجرائيه مدیرانو ته د تدارکاتي ستونزو د حل په موخه وړاندې کړل شو، چې د مرکزي ریاستونو او آمريتونو اجرائيه مدیرانو، د تدارکاتو آمريت هئيت او د ظرفيت لوړونې آمريت کارکوونکو په کې برخه اخستې وه.
