حسينه ساپۍ: فرهنګې وده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو لومړيتوب دى

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۱۱:۳۲
حسينه ساپۍ: فرهنګې وده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو لومړيتوب دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د دايکنډي د وګړنې مشورتي شورا له مشرتابه پلاوي سره په کتنه کې د دغه ولايت د فرهنګي ستونزو پر لرې کولو ټينګار وکړ.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې د دايکنډي د وګړنې مشورتي شورا رييس اصغر حيدري او د دغې شورا يوشمېر غړو خپلې يولړ ستونزې او غوښتنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې.
دوى د دايکنډي په فرهنګي برخو په تېره بيا د تاريخي آثارو او آبدو او د لرغونو ساحو  د تثبيت او ثبتولو، د کتابتون، سيمه ييز موزيم او مطبعې د جوړولو او هنرمندانو او ليکوالانو ته د پاملرنې او په دغه ولايت کې د خپرونو د زياتوالي په برخوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.
حسينې ساپۍ د دوى د غوښتنو او ستونزو له اورېدو وروسته ټينګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو لومړيتوب په هېواد کې فرهنګ او فرهنګي ودې ته پاملرنه ده، په تېره بيا په هغو ولايتونوکې چې لږه پاملرنه ورته شوې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د موزيم او کتابتون د جوړولو، د مناسبتي جشنونو د ترسره کولو او فرهنګي آبدو او ميراثونو ته د پاملرنې لپاره د دغه وزارت  پروګرامونه بيان کړل او ويې ويل چې د دايکنډي وګړنې مشورتي شورا دې خپلې غوښتنې په ليکلي ډول د وزارت مقام ته وسپاري چې رسېدنه ورته شي.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د امکان تر پولې پورې د هغوى د ستونزو د لرې کولو او څېړنې په خاطر ډاډ ورکړ.

کابل/ د مرغومي ١٢ مه/ باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي سمنګان ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي سمنګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس مولوي فیروزالدین منیب سره ولیدل او د ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۷
Background image

کندهار کې شاعرانو او ترانه ویونکو ته روزنیز پروګرام ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست او د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه همکارۍ د احمد شاه بابا (رح) کور کې شاعرانو او ترانه ویونکو ته روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۵
Background image

د زده کوونکو فکري روزنې په موخه غونډه وشوه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو سره د دوی د فکري روزنې په موخه غونډه وشوه.
مسؤلینو د ټولنې په پرمختګ کې د زده کوونکو رول مهم وباله او له دوی څخه. . .

BACK TO NEWS